په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خپله وړتيا، خپله ژغورنه

د ملګرو ملتونو د يوه راپور له مخې په تېر یوه کال کې افغان ملکيانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د سړک غاړې ماینونو اړولې وه.

اوس يې د حل لپاره افغان ځواکونو د خپلو نړیوالو ملګرو په مرسته د ماین شنډولو بنسټ جوړ کړى دی.

سرتېري لومړی شپږ میاشتې زده کړې کوي، او بیا د ماین شنډولو لپاره د افغانستان لروبر ته ځي.

زموږ همکار حفیظ الله، په مزار شريف کې دغه مرکز ته ورغلی.