په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کراچۍ کې د دوو سترو پښتنو شاعرانو لمانځغونډه

کراچۍ مېشتو ليکوالانو او اديبانو د پښتو ژبې د دوو پياوړو شاعرانو، خوشال خټک او غني خان ياد غونډه وکړه.

په دې غونډه کې ځينې پښتو شعرونه په اردو ژبه هم وژباړل شول چې ځايي خلک پرې پوه شي.

په کراچۍ کې په ميليونونو پښتانه اوسېږي خو ماشومان يې په خپله ژبه ښوونځى نه لري.

لکه څرنگه چې ځايي خبريال شادي خان سيف، وايي پښتانه ليکوال دغه ډول ناستې د ژبې ساتلو ته مهمې بولي.