په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سرتاج عزيز: سوله له افغان طالبانو سره په نرمښت شونې ده

د پاکستان د لومړي وزير د امنيت سلاکار سرتاج عزيز بي بي سي ته ويلي چې افغان طالبانو سره که کابل نرمښت وکړي نو ښايي بيا پخلاينې ته لار هواره شي.

ښاغلي عزيز په پاکستان کې د القاعدې د مشرانو پر ممکنه شته والي هم خبرې وکړې.

د بي بي سي، فرنک گارډنر، ترې وپوښتل چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان کې د سولې لپاره هيلې وغوړېږي که نه؟