په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان اورګاډي پټلۍ غځولو تابيا

د افغانستان اورګاډي يوازينۍ پټلۍ چې له حيرتانو بندره تر مزار شريفه غځېدلې، افغان حکومت يې په اړه تکل لري، چې لوېدیځ لور هرات او بیا يې جنوب ته هم وغځوي.

له اقتصادي پلوه داسې هيلي دي، چې د اورګاډي دغه پټلۍ د منځنۍ او جنوبي اسيا ترمنځ د سوداګريز او اقتصادي شريان رول لوبولی شي.

د حیراتانو - مزارشریف دغې پټلۍ نه افغانستان ته یوازې د سون توکو د لېږد کار اخیستل کېږي.

حفیظ الله معروف، چې حیراتانو بندر ته ورغلی و، وايي پتېيل شوې چې ناټو ځواکونه به هم د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د خپلو وسایلو د ایستلو لپاره له همدغې کرښې کار اخلي.