په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نوروز او پر ايران د بندیزونو اغېزې

نوروز او نوی لمريز کال رانژدې شوی، ايرانيان مېلو او جشنونو ته تيارى نیسي خو مالي اندېښنې ورسره ملې دي.

نړيوالو اقتصادي بنديزونو د عادي ايرانيانو جېبونه تش کړي دي. خو په همدې وخت کې هيلې هم شته، چې په تېر نومبر کې د ايران او لوېدیځ ترمنځ د شوي مهم اتومي تړون له مخې راټوکېدلی دي.

بي بي سي په تېرو پنځو کلونو کې ويزه نه شوی ترلاسه کولی چې له تهران نه راپور ورکړي، خو اوس ليز دوسېت د ايران پلازمېنې ته ورغلې، او دا راپور يې را استولی دی.