په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ماليزيا ورکه شوې الوتکه څه شوه؟

د ماليزيا پلازمېنه د چارشنبې په داسې وخت کې د ګډوډۍ پېښو ليدونکې وه، چې د ورکې شوې الوتکې په اړه نهيلې له اندازې اوښتې ده.

د ورکې شوې ماليزيايۍ الوتکې د سپرلۍ خپلوان په دې هيله خبري کنفرانس ته ورغلي وو، چې وګوري د دغې ورکې په اړه څه تازه راوتلي او که څنګه؟

اوس دوولس ورځې کېږي چې د ماليزيا هوايي کرښې دغه الوتکه له خپلې ۲۳۹ سپرلۍ سره ورکه شوې، چې د نړۍ لروبر يې ګونګوسي راپورته کړی دي، دا چې الوتکه څه شوه؟

الوتک تښتونکو وتښتوله، پېلوټانو تري تم کړه، اور په کې ولگېد که کومه بله خبره وشوه. همدې پوښتنو ته د هوايي چلند د چارې کارپوهان د ځواب موندلو هڅه کوي.