په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مالیزیا د ورکې الوتکې د موندې نوی څرک

د ماليزيا ورکې شوې الوتکې د بياموندنې هڅو کې نوى څرک لګېدل دى.

استراليا وايي په سپوږمکۍ يې اخيستي عکسونه ښيي چې دوه توکي په سمندر کې پراته دي.

د ماليزيا الوتکه چې بيجينگ ته روانه وه نژدې دوه اوونۍ وړاندې له ٢٣٩ سپرلۍ سره ترۍ تمه شوه.

په دې هکله نور جزییات په دې رپوټ کې چې اسماعیل میاخیل یې وړاندې کوي.