په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د نوروز جشن ته چمتوالی

د افغانستان د نوي لمريز کال ځينې لمانځنې په وير بدلې شوې او د هېواد په لرو بر کې خونړيو بريدونو لږ تر لږه ١٢ کسه وژلي دي.

په کابل کې وسله والو طالبانو د سرينا پر پنځه ستوريز هوټل بريد وکړ چې نهه کسه په کې ووژل شول.

بريدگر د مېلمنو په بڼه هوټل ته ننوتي وو او په جرابو کې يې تومانچې پټې کړې وې.

په بريد کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي.

بل لور په کندهار کې نن سهار د نوي کال د لمانځنو په يوه مېله کې چاودنې درې کسه ووژل.

په دې وروستيو کې طالبانو د افغانستان په لروبر کې بريدونه ډېر کړي دي.

د نوروز جشن د لمانځنې لپاره د نیول شویو تدابیرو په اړه رپوټ وړانګه علیزۍ وړاندې کوي.