په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان موسیقۍ راتلونکې

په افغانستان کې طالبان وايي د اپریل میاشتې ټاکنې به ګډوډوي.

دا په څه باندې يوه لسيزه کې په افغانستان کې لومړی ځل دی چې واک له یوه ولسمشره بل ته، په دېموکراته توګه لېږدول کېږي.

که چېرې ګډوډي بیا را منځ ته شي تر ټولو لومړۍ قربانیانۍ به یې مېرمنې وي.

ځوانې مېرمنې، په ځانگړې توګه هغوی چې سندرې وايي، موسیقي غږوي او هنرمندې دي.

بي بي سي د کابل د موسیقۍ یوازیني ښوونځي ته ورغلې ده.