په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته؟"

د مځکې کمساري منرالونه چې له نريو ټلويزيونونو نيولې تر ځيرکو ټليفونونو پورې په هر ډول برېښنايي توکو کې کارول کېږي، اوس يې تقاضا او غوښتنه خورا زیاته شوې او په بازار کې يې د عرضې او برابرولو پر چارو فشار زيات کړی دی.

خو اوس ارزښتناکو منرالونو ته په منډو تروړو کې يو نوی ډګر راوتلی، د سمندر بېخ، چې راتلونکي کې به د سروزرو، مسو او د مځکې کمساري فلزونه د نړۍ سمندرونو له تله را ايستل کېږي.

د کيندلو چارې اوس په ارام سمندر کې پلان شوې، خو د هغه سازمان ريښتينی ټاټوبی چې د دغه نوي صنعت د کنټرول دنده به یې پر غاړه وي، کاربيان سيمه دی.