په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ترکیې اقتصادي ستونزې

د امريکا مرکزي بانک د خپلې نوې مشرې جانېټ يلېن تر مشرۍ لاندې لومړۍ غونډه لرله.

نړيوال بازارونه يو ځل بيا د هغو پيسو بندولو اټکل کې لړزېدلي چې د امريکا مرکزي بانک يې د انرژۍ ورکولو په موخه په پرله پسې توګه نړيوال اقتصاد ته ورپمپوي.

يو بازار چې په ځانګړي ډول د امریکا مرکزي بانک پلانونه له نژدې څاري، ترکیه دی.

د دغه هېواد د ونډو بازارونه پنځه ويشت سلنه لوېدلي او پولي واحد، لېره يې له تېر يوه کال راهيسې کمزورې شوې ده.