په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د طالبانو بریدونه د خلکو د وېرولو لپاره دي"

په کابل کې د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون د ځانمرگو بریدګرو له خوا برید وشو.

بريدگرو په دارالامان واټ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د يوه سيمه ييز دفتر په وره کې لومړى ځانمرگى بم وچاوه، نورو يې کارکوونکي يرغمل کړل او پر امنيتي کسانويې ډزې وکړې.

خبرونه وايي چې دوه ولسي وگړي وژل شوي او پنځه واړه بريدگر هم له پښو غورځول شوي دي.

طالبانو چې د ټاکنو د گډوډولو هوډ يې کړى، د دغه بريد مسوولیت منلی دی.

د ټاکنو په درشل کې د بريدونو د ډېرېدو اټکل ډېرو کاوه، خو آيا څه چې پېښېږي، د هماغو اټکلونو په چوکاټ کې راځي که تر هغې پښه اړوي؟

دا پوښتنه داود جنبش په کابل کې د پوځي چارو له کارپوه نېک محمد کابلي نه د مرکې په پیل کې کړې ده.