په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مالیزیا ورکې شوې الوتکې لټون ځنډول شوی

د ماليزيا ورکې شوې الوتکې لټون د جنوبي هند سمندر کې د خرابې هوا له امله ځنډول شوی دی.

د لټون سيمه اوس کمه شوې او يوه بېړۍ د تورې صندوقچې ځايځايګي معلومولو لپاره پر لار ده.

خو دغه ځای ته پر رسېدا به يې د اپرېل تر درېيمې وخت لګېږي.

پر همدې مهال به بېجينګ کې د چينايي سپرلیو خپلوانو له غوسې ډک لاريونونه پيل کړي او پر ماليزيا يې د ريښتيا ځنډولو، بدلولو او پټولو د هڅې تور لګولی دی.

نور تفصیل په دې رپوټ کې چې اسماعیل میاخیل یې وړاندې کوي.