په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

برتانیا مېشتې مجلې پاکستان کې خپله تازه ګڼه خپره کړه

په پاکستان کې د مشهورو څېرو بريتانيا مېشتې مجلې OK! خپله تازه ګڼه خپره کړې ده.

د یوه داسې هېواد لپاره چې له امنيتي ننګونو سره مخامخ دی، کېدای شي يوې مخکښې نړيوالې خپرونې لپاره د بازار موندلو يو سخت غوراوی وي.

خو د مجلې خپرندويان باور لري چې ګڼ شمېر لوستونکي به لري، او وايي د ځلېدونکي نامه دغه خپرونه به يوازې د شتمنو او مشهورو کسانو پر کيسو پام نه راغونډوي.

په دې هکله نور جزییات په دې رپوټ کې چې ثناساپۍ یې وړاندې کوي.