په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازاده جرګه: یووشتم پروګرام، ټاکنو کې درغلي

افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراگانو د را روانو ټاکنو په اړه یوه اندېښنه دا ده چې کېدی شي بیا په کې درغلۍ وشي.

تقلب د مخکینیو ټاکنو بشپړتیا زیانمنه کړې وه.

ازاده جرگه دا ځل پر دې خبرې کوي چې کوم لاملونه د درغلیو د رامنځته کېدو سبب گرځېدلی شي او د مخنیوي لارې چارې یې کومې دي.

د پروگرام مېلمانه دي:

د ټاکنیزو شکایتو د کمیسیون مشر، عبدالستار سعادت

د سیمه ییزه اورگانونو د خپلواکه ادارې مرستیال، عبدالمتین بیگ،

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون غړې او د راتلونکو ټاکنو یوه څارونکې، قدریه یزدان پرست

او په افغانستان کې د اسیايي بنسټ مرستیال او د ټاکنود خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی مشر، عبدالله احمدزی