په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نړۍ ۸۰ سلنه برخه له پولیو پاکه شوې

د نړۍ ۸۰ سلنه برخه اوس له پولیو پاکه ده.

په تېرو دریو کلونو کې په هند کې نوې پېښې ثبت شوې نه دي.

اوس د روغتیا نړیوال سازمان وايي ټوله جنوب ختیځه اسیا له دغه وایروسه پاکه ده چې هند هم په کې شامل دی.

دا اعلان د پولیو د له منځه وړولو په اړه مبارزه کې یوه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

په دې هکله نور جزییات په دې رپوټ کې چې اسماعیل میاخیل یې وړاندې کوي.