په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بدخشان واخان په ملي پارک واوښت

د افغانستان د کرنې وزارت او د چاپیریال ساتنې ملي ادراې د بدخشان ولایت د واخان سیمه د هېواد دویم ملي پارک په نامه نومولې ده.

د چارواکو په وینا د دغه کار موخه د افغانستان د طبیعي او فرهنګي میراثونو ساتل دي.

د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مرستیال عبدلولي مدقق دا چاره د افغانستان د چاپېریال ساتنې، ګرځندوی او اقتصاد ته خورا اړینه بولي.

له نوموړي سره د عنایت الحق یاسیني مرکه دلته واورئ.