په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سیاف: که د ټاکنو پایله ملت ومني زه یې منم

عبد رب الرسول سیاف چې د يوه بشپړ اسلامي حکومت د جوړولو له شعار سره د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندید دی تر رايې اچولو وروسته بي بي سي ته وويل چې که ټاکنې بې درغلۍ وي او نتيجې يې د ملت له پاره د منلو وړ وي، دى به يې هم ومني- آن که گټونکى هم نه شي.

له ښاغلي سیاف سره دا مرکه داود جنبش کړې ده.