په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د سږو په سرطان اخته نیمايي کسان مري"

د یوې طبې ادارې له خوا په یوه رپوټ کې ویل شوي چې د سږو د سرطان له تشخیص نه وروسته نیمايي اخته کسان په ۶ میاشتو کې دننه مري.

د مک میلن په نامه ادارې له خوا په دغه رپوټ کې ویل شوي هغه کسان چې د سینې او پروستاتو په سرطان اخته وي نسبت هغوی ته چې د سږو په سرطان اخته وي ۸۰ سلنه یې تر اوو کلونو پورې ژوندي پاتې کېږي.

مک میلن طبي اداره چې په انګلستان کې یې له سرطانونو د رغیدو کچه معلومه کړې وايي په سرطان د اخته کسانو د ژوندي پاتي کېدو یو مهم لامل په وخت د سرطان تشخیص دی.

چې داسې ده نو ولې د سږو په سرطان اخته نیمايي کسان له تشخیص وروسته په شپږو میاشتو کې مري؟ دا پوښتنه ابراهیم امیري په لندن کې له میشت افغان ډاګټر خسرو سنګروال نه د مرکې په پیل کې کړې ده.