په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو ځانګړې ټلويزيوني خپرونه

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې د روان ۱۳۹۳ لمريز کال د وري پر ۱۶ مه د ۲۰۱۴ کال د اپرېل پر ۵ مه تر سره شوې.

د رايې ورکونې بهير کې د افغانانو ګډون د اټکل پر تله خورا زيات و، او په مليونونو افغانو د خپل هېواد لروبر د امنيتي اندېښنې او ناوړه هوا په ننګولو خبلې رايې وکارولې.

بي بي سي پښتو ټلويزيون پر همدې ورځ ځانګړې خپرونه لرله.