په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ليبيا مصراته بيا رغونه

اوس هم ليبيا چې په تېلو شتمنه ده، خو اوس د قانون واکمنولو او د نظم ټينګښت چارو او ان د اقتصاد له ناوړه حالت سره لاس او ګرېوان دی.

د وسله والو ډلو له لوري له پرله پسې خنډونو او بنديزونو له امله د تېلو صادرات په تېرو شپږو مياشتو کې تر څکڅک بهېدا پورې ورو شوی دی.

خو هغه ښار چې د کورنۍ جګړې پر مهال د درنو نښتو ليدونکی و، اوس يوه بېله کيسه لري.

د ليبيا بېلابېلو برخو کې د وژنو او د تاوتريخوالي له خال خال پېښو لرې، مصراته چې د ليبيا درېيم لوی ښار بلل کېږي، له غوړېدونکي اقتصاد سره اوس ځان ته يو خوندي ځای ځانګړی کړی دی.