په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تیاتر او ساینس زده کړه

د ساينس زده کړه سخته برېښي نو د حل لاره يې څه ده؟

ایا د تیاتر نندارې کولی شي ماشومان ساینس ته وهڅوي او مینه یې ورسره پیدا کړي؟

د لندن په ساینس موزیم کې کارپوهان باوري دي چې کولی یې شي.

دوی یوه نوې ننداره پیل کړې چې نوم یې دی، د انرژۍ ننداره او چاودېدونکي ازمېښتونه په کې له تیاتري اکټونو سره یو ځای کوي.