په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حربیار مري: حل لار یوازې آزادي ده

بلوڅ بېلتونپال مشر حربيار مري وايي له پاکستانه خپلواکي غواړي.

له بي بي سي پښتو ټلويزيون سره په ځانګړو خبرو کې لندن مېشتي مري وويل اسلام آباد د دوی پر سيمه يوازې د دې لپاره ولکه کړې چې په وينا يې د پنجاب ګټې خوندي کړي.

ښاغلي مري له بلوچستان مېشتو پښتنو سره هم د ګډ ژوند يادونه وکړه.

امان الله عمران له حربيا مري سره د خبرو په پیل کې ترې پوښتلي چې د بلوڅ قوم لويې ستونزې څه دي؟