په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کایناتو کې د ناڅرګندې مادې لټون

ساينسپوهان کایناتو کې تر ټولو ناڅرګندې مادې موندلو لپاره د خپل لټون مهم پړاو ته ننوځي.

دوی د يوې داسې تجربې پيلولو درشل کې دي چې تر دې مهاله د تورې مادې څرک لګولو تر ټولو ښه هيله ورکوي.

داسې فکر کېږي چې توره ماده د کؤن مهم عنصر دی، خو تر اوسه هېڅوک نه دي توانېدلي چې ان د داسې کومې مادې شته والی دې ثابت کړي.

بی بي سي د دې خبرې روښانولو لپاره د امريکا جنوبي ډاکوټا کې د سرو زور يوه کان ته ورغلې ده.