په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستاني ټوکر جوړونکي د شتمن بازار په لټه

د پاکستان د ټوکر جوړولو صنعت د نړۍ شتمنو بازارونو ته د لار موندلو هڅې گړندۍ کړې دي.

دغه صنعت د پاکستان د سوچه کورني توليد اته نيم فيصده، برخه جوړوي.

د پاکستان ٤٠ سلنه کارگر هم په همدې صنعت بوخت دي.

لکه په دې رپوټ کې چې يې وينئ د پاکستان ټوکر جوړونکي اوس نوې لارې لټوي.