په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د افغانستان او پاکستان ترانزیتي تړون ستونزې لري"

د تېرې اوونۍ پيل کې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې، اوس سترګې ټولې د ولسمشرۍ ګټونکي او بيا د نوي حکومت اعلانولو ته دي.

نوی ولسمشر، او هم نوی حکومت، به هم له پخوا راپاتې او هم نويو په تېره بيا د اقتصادی ودې ساتلو ننګونو سره مخامخ وي.

افغانستان په وچه کې تړلی هېواد دی، بهر ته د خپلو صادراتو او هم ترې وارداتو لپاره يې تکيه د ګاونډيو هېوادونو پر تېرېدونکو لارو ده.

د سوداګرۍ چارو غوړاوي لپاره به نوى ولسمشر څه پلانونه لري او څه ډول تګلاره به خپلوي؟

د ډېورنډ کرښې پورې غاړې د پښتونخوا سوداگرۍ خونو يا مرکز مشر زاهد الله شينوارى په پېښور کې زموږ همکار رحمن الله سره د سوداگرو هيلې او وړانديزونه يادوي.