په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند ټاکنو پایلو ته د پاکستاني کشمیريانو اندېښنې

د هند یوه سیمه چې خلک پکې د رایو مرکزونو ته ځي، د هندي غاړې، کشمیر دی.

د کنترول کرښې پورې غاړې د پاکستاني غاړې کشمیر کې د دې ټاکنو پايلې ته خلک بې صبره دي. د کشمير پر ستونزې هند او پاکستان څو ځله جنگ کړى او ډېر يې د سيمې د ستونزو جرړه بولي.

پاکستانۍ غاړې ته کشمیريان له دې اندېښمن دي چې هندو ملت پال کاندید نرېندرا مودي دا ټاکنې ونه ګټي.

جزئیات یې دلته ګورو