په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سويلي وزيرستان ته د سولې فضا بېرته ور ستنېږي.

د سويلي وزيرستان استوگن وايي ورو ورو بېرته د سولې فضا ور ستنېږي.

خو دوى مني چې دغه حالت په مات پاڼ ولاړ دى او هره شېبه دا امکان شته چې د گاونډي شمالي وزيرستان غوندې بېرته د اورپکو پر پناه ځاى بدل شي.

پاکستاني پوځ سوېلي وزيرستان ته ورغلى او وايي اوس يې تر ډېره حالات کابو کړي دي.

ان پوځي ښوونځي يې په کې پرانيستي دي.