په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې به د آغا جان معتصم هڅې څومره ګټورې وي؟

کابل ته د طالبانو د يوه مخکني مشر آغاجان معتصم له رسېدو سره، په سوله کې د هغه د ونډې په اړه پوښتنې پيدا شوي دي.

دى په عربي اماراتو کې له دووه اوونيز کورني بند وروسته د افغان رسنيو د خبر له مخې، پرون ناوخته کابل ته ورسېد.

ځينې په دې باور دي چې کابل کېداى شي د ښاغلي آغا جان د سوله ييزو هڅو له پاره وړ ځاى نه وي.

د دوى په وينا د دغه ښار چاپيريال له سياسي، ټولنيز او ارتباطي پلوه دده له پاره ستونزه جوړولى شي.

داود جنبش د یوې مرکې په پیل کې په کابل کې له سياسي څېړونکي جيلاني ځواک نه پوښتلي چې تر ترکيې او اماراتو وروسته ولې ښاغلي معتصم اوس پرېکړه وکړه چې کابل ته ولاړ شي؟