په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د پوټکي د سرطان لوی لامل لمر دی"

یوه خیریه اداره وايي له ۱۹۷۰ لسیزې راپدیخوا د برتانیا په ویلیز کې په ډراماتیکه توګه د هغو کسانو شمېر ډېر شوی چې د پوټکي په سرطان اخته شوي دي.

دغه خیریه اداره چې د سرطاني ناروغیو په اړه څیړنې کوي وايي په تېرو ۴۰ کلونو کې د پوټکي په سرطان د اخته کسانو شمېر څلور برابره ډېر شوی دی.

د څیړنو له مخې په ویلیز کې هر کال ۷۳۰ کسان د پوټکي په سرطان اخته کېږي.

علت یې څه دی؟ دا پوښتنه ابراهیم امیري په برتانیا کې له میشت افغان ډاکټر امان شمس نه د مرکې په پیل کې کړې ده.