په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوېلي کوریا اوښتې بېړۍ ولسمشره په قهر کړې

د سوېلي کوريا د ډوبې شوې بېړۍ ٦٥ قربانيان اوس موندل شوي خو لا هم ٢٣٧ کسه، تري تم دي چې ډېری يې زلميان وو.

د سوېلي کوريا ولسمشرې د بېړۍ پر کپتان او نورو کارکوونکو نيوکه کړې چې خپله ترې وتلي او سپرلۍ يې پراېښې وو. ولسمشرې دا کار د وژنې عمل بللى دى. اوس د بېړۍ اووه کسه کارکوونکي نيول شوي چې کپتان هم په کې دى.