په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د لوړ غږ اورېدل غوږونه څومره زیانمنوي؟

د برتانیا په کېمبریج کې د افریقايي موسیقۍ یو کنسترت وروسته له هغه په خبرونو کې راغی چې مینه وال ترې له دې سببه ووتل چې په وینا یې موسیقي یې ډېره لوړه وه.

یوې ښځې خو ان ادعا کړې چې د لوړې موسیقۍ له امله یې له غوږونو وینه ووته؟

آیا دا شونې ده چې لوړه موسیقي دې غوږونو ته دومره زیان ورسوي چې ان وینه ترې ووځي؟

دا پوښتنه ابراهیم امیري په برتانیا کې له مېشت افغان ډاکټر خسرو سنګروال کړې ده.