په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په برازیل کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې

د برزایل په ریو دې ژېنېرو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې شوې دي.

دا په دې هېواد کې د فوټبال نړیوال جام له لوبو مازې دوې میاشتې وړاندې کېږي.

یو کس ويشتل شوی او مړ دی. دا تاوتریخوالی د یوه ځايي سړي له مرګ وروسته وپارېد.

د هغه کورنۍ پر پولیسو تور لګولی چې پر سړي یې د مخدره موادو د یوه قاچاق وړونکي ګومان کړی او په وهلو یې وژلی دی.