په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په شمال او شمال لوېدیځ کې سیلابونو څومره زیان اړولی؟

د افغانستان په شمال او شمال لوېديځ کې سختو پسرلنيو سيلابونو لسگونه کسان وژلي او په سلگونو کورونه يې ويجاړ کړي دي.

اورښت چې برايي ناوخته پيل شوى په جوزجان، فارياب، بادغيس او سرپل کې يې کروندې او کورونه ځپلي او څاروي يې له ځانه سره وړي دي. چارواکي وايي چې گڼ کسان لا هم تري تم دي.

ځينو سيمو ته په چورلکو کې بيړنۍ مرستې رسول شوي او پوځ او پوليس د بيړنيو مرستو رسولو ته گومارل شوي دي.

سيلابونو د کليو ترڅنگ د ځپل شويو ولايتونو مرکزونه هم ځپلي دي.

د بادغيس په کلاى نو کې اته تنه وژل شوي او يو شمېر کسان سيلابونو وړي دي.

چارواکي د مالي زيانونو کچه له تصور نه پورته لوړه بولي.

داود جنبش د بيړنيو حالاتو ادارې له مرستيال مشر محمد اسلم سياس نه د مرکې په پیل کې پوښتلي چې د اوښتو زیانونو په اړه وروستي ارقام څه دي؟