په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

روسیې ته د بنديزونو او جگړې گواښ

د اوکرایین لانجه لا هم پسې غځېږي.

واشنګټن پر روسیې تور لګولی چې د اوکرایین په کړکېچ کمولو کې پاتې راغلې او پر کرېملېن یې د لا نورو بندیزونو ګواښ وکړ.

بل پلو، روسي پلوي مظاهره کوونکي لا هم لګیا دي، د اوکرایین پر خاوره خو د روسیې سره پولې ته څېرمه، ښارونو او کلو کې، حکومتي ودانۍ نیسي.

پر همدې مسکو پلو باندې له بریدونو وروسته، روسیې د اوکرایین پر پوله د نویو پوځي تمرینونه امر کړی دی.

نور تفصیل په دې رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.