په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوداګر د ښو شرایطو غوښتنه کوي

په پاکستان کې ځينو سوداگرو پر کابل او اسلام اباد غږ کړى دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ لپاره شرايط ښه کړي.

پاکستاني سوداگر وايي چې د لوړو ماليو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداگري نه غوړېږي.

پاکستاني سوداگر د افغانستان په لور په خاوره کې د غځېدلي سړک د جوړېدا غوښتنه هم کوي او وايي په دوو کلونو کې چې دغلته کار روان دى ډېر څه نه دې شوي. رفعت الله اورکزى له پېښوره رپوټ لري.