په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مینانو د بخت کونجي

کله مين شوي ياست؟ او که مين ياست داسې ډار خو به نه وي درباندې تېر شوى چې مين يا مينه مو د بل چا د مينې ښکار نه شي؟

په اروپا کې ځينې خلک پر مشهورو ځايونو يو قلف لگوي... په دې هيله چې گواکې له خپل مين يا مينې سره يې مينه قلف شي.

دې کار ښارواليو ته غم جوړ کړى.

پاريس بنديز پرې لگوي او لندن اوس ورته هک حيرانه دى.

تفصیل یې په دغه ویډیویي رپوټ کې وګورئ.