په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د انتي بيوتيک په وړاندې مقاومت خطرونه

د روغتيا نړيوال سازمان يو نوى رپوټ وايي د انتي بيوتيک يا مکروب ضد درملو په وړاندې مقاومت د خلکو روغتيا ته لوى گواښ رامنځته کړى دى.

د نړۍ ١١٤ هېوادونو څخه د راټولو شويومعلوماتو پربنسټ جوړشوي دې رپوټ کې ويل شوي دي، چې اوس د نړۍ په هره سيمه کې د انتي بيوتيک په وړاندې مقاومت رامنځته شوى دى.

رپوټ دا د انتي بيوتيک وروسته زمانه بللې ،چې خلک د هغو مکروبونو څخه مري، چې د درملنې وړدي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي که چيرې بيړني گامونه اوچت نه شي نو دابه ډېرې ناوړه پايلې له ځانه سره ولري.

په همدې اړه متين سمسور لندن کې ميشت له افغان ډاکتر خسرو سنگروال سره مرکه کړې او لومړى يې ترې پوښتنه کړې ده چې ولي انتي بيوتيک کار نه ورکوي؟