په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شمالي ایرلند مخکښ سیاستوال نیونه، ځینو یې هرکلی کړی

هغه سړي چې مور یې څلور لسیزې وړاندې د ايرلنډ جمهوري غوښتونکې پوځي ډلې ای ار اې تښتولې وه، اوس د شمالي ایرلند د یوه خورا مخکښ سیاستوال، جرې اډمس د نیونې هرکلی کړی دی.

د مایکل مکانوېل مور، جین، په ۱۹۷۲ کال کې ترۍ تم شوه.

پولیس چې د هغې قتل څېړي اوس د شېن فېن، له مشره په همدې تړاو پوښتنې ګروېږنې کوي.

هغه په قتل کې خپله ښکېلېدا نه مني.

جېري ادمز د شمالي ایرلند مهمه سياسي څېره ده.