په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د کوکنارو د اړولو بهیر پیل شو

د ډيورنډ کرښې ته نژدې په قبايلي سيمو کې پاکستاني چارواکو د کوکنارو د کروندو په اړولو لاس پورې کړى دى.

په باجوړ کې کروندگر وايي تر جرگو وروسته چمتو شول چې ځينې پټي واړوي.

د کوکنارو کر دغلته د نا امنیو له امله ډېر شوى.

پاکستان کې نژدې نيم ميلیون کسان په هيروينو معتاد دي چې د چارواکو په وينا يې اقتصاد او روغتيا ته لوى تاوان اړولى.

نور تفصیل په دې رپوټ کې چې ایمیل پسرلی یې وړاندې کوي.