په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بدخشان پېښه کې اغېزمنو حکومت په ناغېړۍ تورن کړ

د افغانستان په بدخشان کې د ځمکښوېدنې له امله اغېزمن شویو خلکو حکومت په ناغېړۍ او لږ کار تورن کړى دی.

دغلته د تېرې جمعې په ورځ، ځمکښویېدنې، لږ تر لږه ۳۰۰ کورونه لاندې کړل او په سلگونه کسان يې ووژل.

د ژغورنې چارې لا هم روانې دي خو د ژوندي پاتې شويو کسانو د موندنې هيلې کمې دي.

حفيظ الله معروف له بدخشانه رپوټ لري.