په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نایجېریا کې تښتول شوې نجونې لا هم نادرکه دي

د نایجېریا ولسمشر يې، ګوډلک جانتن ويلي له يوه ښوونځي نه د څه د پاسه دوو سوو نجونو تښتونه کېدی شي د اسلامي توندلارانو پر وړاندې جګړې کې اوښتونکی پړاو وي.

له دې وړاندې يې حکومت د دغه هېواد شمال کې د بوکو حرام بریدونو پر وړاندې له خپلو ګامونو دفاع کړې وه.

پوليسو اوس د دغو ورکو شويو نجونو موندلو سره مرسته کې د يوه لوی انعام وړانديز کړی دی.