په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولسمشر پوتین کریمیا ته رسېدلی دی.

د اوکرایین په سوېل ختیځ ښار مري پول کې، د روس پلوو فعالانو او اوکراییني سرتېرو تر منځ نښته کې گڼ کسان وژل شوي دي. رپوټونه وايي د دغه ښار د پولیسو د مرکز واک له بېلتون غوښتونکو سره دی.

بل پلو ولسمشر ولادیمیر پوتین کریمیا ته رسېدلی دی.

دغه سیمه، روسیې له هغه وروسته په رسمي ډول خپله برخه وپېژندله چې له اوکرایینه جلا شوه.