په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ماشومانو حقونه څنګه خوندي کېدای شي؟

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما وايي په افغانستان کې په جګړه کې ښکیلې غاړې له ماشومانو ناوړه ګټه اخلي.

ملګرو ملتونو د یوه لارښود په خپرولو سره ویلي چې د ماشومانو حقونو ته باید درناوی وشي.

ځانګړې پاملرنه، پالنه، له مور او پلار سره اوسیدل، د خوړو او نورو ضرورتونو پوره کېدل، زده کړې، روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی او د نژاد، جنسیت، قوم، مذهب، معیوبیت، رنګ او ژبې پر بنسټ ورسره چلند نه کول د ماشومانو له لومړنیو حقونو ګڼل کېږي.

ستاسو په نظر د ماشومانو دغه حقونه افغان ماشومانو ته ورکول کېږي؟

که ورکول کېږي تر کومه حده؟

د افغان ماشومانو حقونه څنګه خوندي کېدای شي؟

دا پوښتنې ابراهیم امیري په ستاسو نظر پروګرام کې د بي بي سي له اوریدونکو کړې دي چې دلته یې تاسو تکرار اورئ.