په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نيجېريايي نجونو خپلوانو هغوی په وېډيو کې پېژندلې دي

نيجېريا کې د ورکو شويو نجونو خپلوانو او ملګريو اوس دغه نجونې له هغې وېډيو پېژندلې چې د دوشنبې پر ورځ بوکوحرام اورپکې ډلې خپره کړې وه.

د نيجېريا حکومت وايي د دغو څه د پاسه دوو سوو نجونو د خلاصون لپاره پر هر ډول ګامونو غور کوي.

خو د بوکوحرام پر وړاندې جګړه کې د حکومت پاتې راتلو په اړه غوسه په زياتېدو ده. بي بي بي سي په شمالي نيجېريا کې د ګامبورو ښارګوټي ته ورغلې چې يوه اوونۍ مخکې د بوکو حرام ډلې له برید وروسته سوځېدلی و.