په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند ټاکنې بي جي پي وگټلې

د هند ټاکنې حکومت مخالفې هندو ملت پال ګوند، بي جي پي وگټلې. تر اوسه شمېرل شوې رايې ښيي چې بې جي پي، به په ٣٠ کلونو کې په لومړي ځل ټاکنې وګټي.

د دغه ګوند گڼ ملاتړي په لمانځنو بوخت دي. مودي تر ډېره د هند د منځنۍ طبقې خلکو پام ځان ته را وا ړاوه او پر ځان یې را مات کړل.

ده، هغو ته ژمنه ورکړه چې اقتصاد به سموي او کارونه به پیدا کوي. خو په هېواد کې لوى شمېر مسلمانان، د مذهبي لږکيو پر وړاندې د مودي له ريکارډه اندېښمن دي.