په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسد آباد کې د نجارۍ ګڼې فابریکې فعالې شوې

د کونړ سوداگر له افغان چارواکو غواړي هغه ونې چې وهل شوې او تراشل شوې، دوی ته ور وسپاري چې سوداگري يې ورسره وغوړېږي.

دغه ختيځ ولايت پراخو ځنگلونو پوښلی چې په تېرو لسيزو کې په ناقانون ډول وهل کېدل او پاکستان ته يې لرگي قاچاقېدل.

کابل اوس د دغو لرگيو پر سوداګرۍ بنديز لگولى دى.

خو لکه څرنگه چې آزاد خبريال عبدالله نظامي په خپل رپوټ کې وايي په اسد آباد کې گڼې داسې فابريکې فعالې شوي چې له لرگيو توکي جوړوي.