په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"چين دې د سولې په بهير کې ونډه واخلي"

افغان ولسمشر حامد کرزي، چې د شانگهاى غونډې کې د گډون لپاره چين ته تللى، د دغه هېواد له ولسمشر شي جي پينگ سره کتلي دي او له هغه يې غوښتي دي، چې په افغانستان کې د سولې اوثبات په راوستو کې همکاري وکړي . افغان لورى باور لري چې چين کولاى شي پر اسلام آباد د خپل نفوذ له امله پاکستاني چارواکي وهڅوي چې افغان طالبان سولې بهير ته ورمات کړي. چين په افغانستان کې په سترو پانگونو هېوادونو کې دى . زموږ همکار متين سمسور په همدې اړه د افغان ولسمشر له وياند ايمل فيضي سره مرکه کړې او لومړى ترې غوښتي دي، چې چين ته د افغان ولسمشر پر سفر معلومات ورکړي