په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان کرېکټ لوبډله زمبابوې ته په سفر ځي

د افغانستان کرېکټ بورډ بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ويلي د کرېکېټ يو ورځنيو لوبو لپاره به زمبابوې ته ځي.

د افغانستان کرېکېټ بورډ اجرايوي مشر نورمحمد مراد له اېمل پسرلي سره خبرو کې وويل دا به شپږ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې چې د جون په پاى او د جولاى پيل کې له کوربه هېواد زمبابوې او متحدو عربو اماراتو سره کوي چې په وينا يې د نړيوالو اتلوليو د چمتووالي يوه برخه ده.

ده دا هم وويل چې د چمتووالي دغو لوبو لپاره به وروسته نوي زيلنډ او اسټراليا ته هم ځي، او هيله يې دا ده چې په دغو سياليو کې به نوې څېرې ولوبوي.