په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شينجيانګ اوروموچي کې چاودنو لسګونه وژلي

د چين په ناکراره لوېديځه سيمه شينجيانګ کې پر يوه بازار بمي بريد څه د پاسه دېرش کسان وژلي دي.

شینجيانګ د اويغور مسلمانانو ټاټوبی دی. چارواکو د دغې سيمې مرکزی ښار اورومچي کې شوی بريد، يوه ترهګره پېښه بللې ده.

په همدې سيمه کې د پخوانيو بريدونو پړه د شينجيانګ پر ايغور توکمه بېلتونپالو اچول شوې وه.